د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د د ننګرهار ولایت د باریکاب کوچي قوم مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

0
506

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د د ننګرهار ولایت د باریکاب کوچي قوم مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

22 مارچ چهارشنبه 2023

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن د ننګرهار ولايت د باریکاب اړوند کوچي قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.

 

په دغه لیدنه کې د نورو په استازیتوب مولوي نواب ملاخېل او حاجي اشرف نیازي خبرې وکړې وې ویل، خوشحاله یو چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ارامه او سوکاله ژوند کوو.

 

دوی زیاته کړه، په افغانستان کې اسلامي نظام د کوچي قوم ستره هیله وه چې د برقرارۍ لپاره يې ګڼو افغانانو قربانۍ ورکړي دي او اوس یې د ثبات او دوامداره ټینګښت لپاره له هر راز قربانۍ او همکارۍ مخ نه اړوي.

 

دوی د کوچي قوم او ځايي اوسېدونکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې ولس له اسلامي امارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او له مجاهدینو سره یې هر راز همکارۍ کړې دي، ټول ولسونه دې په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت او په هېواد کې د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه یو کړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شیعه‌ګانو د کمیسیون یو شمیر مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د کوچي قوم راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل په موخه به يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.

Leave a reply