د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي.

0
421

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي.

 

22 مارچ چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې وروسته په بهرني سیاست کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي يې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

 

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او زراعتي مسایلو هراړخیزې خبرې وشوې.

 

په سر کې د بهرنیو چارو وزیر په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د ازبکستان له مثبتو دریځونو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مشترکو مسایلو ته حل لارې وپلټي.

 

مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وویل، چې د دواړو هېوادونو لپاره په ګڼو برخو کې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي دي. همدا راز نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په ګڼو کچو سیاسي اړیکې وده وکړي.

 

‏د بهرنیو چارو وزیر همداراز هیله څرګنده کړه چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان په تړاو ناستو کې د افغان حکومت د استازو حضور د دغه ډول ناستو اهمیت لا زیاتوي.

اړوند موضوعات

د متحده عربي اماراتو د علماؤ یو لوړرتبه پلاوي بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړی.

د ازبکستان د پلاوي مشر وویل، چې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف په امر افغانستان ته راغلی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ‏د دوو اړخیزو اړیکو، تجارت او زراعت په برخو کې خبرې اترې وکړي.

 

 

 

 

ښاغلي کاملوف وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د کرنې او  اوبو د مدیریت په اړه د خپلو متخصصینو تخنیکي مشورې له افغان لوري سره شریکې کړي، او د دوه اړخيز تجارت کچه يو مليارد ډالرو ته پورته کړي.

 

 

 

‏دواړو لوریو هوکړه وکړه چي په بېلابېلو کاري برخو کې د دواړو هېوادونو د متخصصینو مشترک پلاوي تعین شي تر څو په اړونده برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرصتونو په اړه مسلسل بحثونه ولري.

Leave a reply