د متحده عربي اماراتو د علماؤ یو لوړرتبه پلاوي بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړی.

0
62

د متحده عربي اماراتو د علماؤ یو لوړرتبه پلاوي بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړی.

16 مارچ پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ ‏د متحده عرب اماراتو د علماوو یو لوړ رتبه پلاوي د اسلامي امارت بهرنیو چارو، امر بالمعروف نهی عن المنکر له وزیرانو او د هیواد له یو شمیر شیوخ کرامو سره وکتل.

 

یاده ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر هغوی ته ښه راغلاست ووایه او یادونه یې وکړه چې عرب متحده امارات او اسلامي امارت اوږدې تاریخي اړیکې لري او په راتلونکي کې هم نېکو او مثبتو اړیکو ته ژمن یو.

 

نوموړي وویل افغانستان تر بل هر وخت په امن دی، د قدرت جزیرې له منځه تللې، مخدره موادو کښت صفر ته راکښته شوی او نهه میلیونه ماشومان مو په زده کړو بوخت دي، سیاست مو متوازن دی او نه غواړو افغانستان د قوتونو د تقابل او زور آزمایي سنګر جوړ شي.

 

امیرخان ‏متقي وویل افغانستان یو معدني هیواد دی او متحده عرب اماراتو ته په دې برخه کې د ښې پانګونې زمینه مساعده ده، موږ او تاسو به په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کي یو دبل همکاریو.

 

‏ورپسې د دغه پلاوي مشر ښاغلی عمر حبتور الدرعي د افغانستان له موجوده حالت څخه خوښي وښوده او د خپل راغلي وفد د ګرم هرکلي یې مننه وکړه د نوموړي په وینا دا ډول میلمه پالنه د افغانانو دستور دی.

 

نوموړي زیاته کړه موږ ستاسي وروڼو یو ستاسي د کومک او ستاسي د خیر لپاره راغلي یو او له تاسو سره ښې اړیکي غواړو.

 

‏یاده ناسته کې د امر بالمعروف وزارت وزیر شیخ محمد خالد حنفي د تېر جهاد په دوران کې د متحده اماراتو په نقش خبرې وکړې او د هغوی مرستې یې وستایلې.

 

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال مفتي محمد طاهر وویل دا نظام د علماوو تر سرپرستي لاندې پر مخ ځي او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د تعلیمي بهیر په وده کې خپلې هڅې ونه سپموي.

 

ورپسي د هیواد جیدو علماءکرامو شیخ محمد اسمعیل رحماني، شیخ محمد عادل سمنګاني او شیخ عبدالسمیع غزنوي په نوبت سره په خپلو خبرو کي وویل افغانستان د امن کور دی، ستاسې په توسط نړۍ ته پیغام رسوو چې نور د افغانستان امن اخلال نه کړي.

 

د هیواد هر لویشت ځمکه د شهیدانو په وینو رنګ ده، بناء موږ به پوره کوشش کوو چې د هغوی د ارمانونو په تحقق کې بریالي سو او کامل شریعت تطبیق کړو.

 

ورپسې ښاغلي حبتور الدرعي د افغاني لوري له ویناوو خوښي وښوده نوموړي وویل موږ د افغانستان یو مثبت انځور واخیست، موږ ولیدل چې د نړۍ د مطبوعاتو برخلاف دلته د ژوند چارې عادي روانې دي.

 

نوموړي وویل چې موږ د تعلیم په برخه کې بشپړې همکاري ته اماده یو او زموږ مدارس، مکاتب او پوهنتونونه ستاسې مرستې ته اماده دي.

اړوند موضوعات

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر او مل پلاوي سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړي.

 

‏په پای کې متقي د روژې مبارکي میاشتې په رارسېدو سره
په اماراتو کي د افغان بندیانو د ازادولو، د اسلامي امارت د رښتیني انځور د انعکاس، د خلیجي هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا او د بشري مرستو په برخه کې د راغلي پلاوي د خاص توجه غوښتنه وکړه چې په اړه یې دغه پلاوي د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

Leave a reply