د ریاست الوزراء د دفتر رئیس د ختیځ زون د کوچي قوم له مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

د ریاست الوزراء د دفتر رئیس د ختیځ زون د کوچي قوم له مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.
22 مارچ چهارشنبه 2023
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د ختیځ زون کوچي قوم له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، کوچي قوم په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو ترڅنګ د اسلامي نظام د برقرارۍ هڅې کړي دي، موږ مسوولیت لرو د خپل توان په اندازه د دوی ستونزې حل او خدمت یې وکړو.
وروسته مولوي نواب ملاخېل د کوچي قوم د اړتیاؤ او ستونزو په اړه خبرې وکړې وې ویل، کوچیان د افغانستان په ډېری ولایتونو کې ژوند کوي او موږ په شرقي زون کې د کوچیانو لپاره د یوه ښارګوټي د جوړېدو غوښتونکي یوو.
انجنیر نجیب الله د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، کوچي قوم د اسلامي نظام د برقرارۍ لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي او موږ د خپلو حقوقي ستونزو د حل او سرپناه برابرولو برخې ته ځانګړې پاملرنه غواړو.
ډاکټر ملا عبدالواسع د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، موږ ویاړو چې د افغانستان د بېلابېلو اقوامو ستونزې اورو او د حل لپاره یې د خپل وس او توان مطابق کوښښ کوو.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع یو شمیر مشرانو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، تاسې ته ډاډ درکوم چې د اسلامي امارت مسوولین به ستاسې د ستونزو د حل په موخه خپله نهایي هڅه وکړي او هغه به د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او نورو اړوندو ادارو سره شریکې کړي.





