د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۸ ولایتونو کې معتادین د درملنې لپاره نیولي او نشه یې توکي یې کشف کړي.

0
100

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۸ ولایتونو کې معتادین د درملنې لپاره نیولي او نشه یې توکي یې کشف کړي.

18مارچ شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، ١٢ تنه په نشه روږدي کسان د لغمان ولايت د مهترلام ولسوالی له اړونده سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه يې د کابل ٤٥٠ بستريز روغتون ته معرفي کړي.

 

بل لورته ٤ تنه په نشه روږدي کسان له درملنې وروسته په سرپل ولایت کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي.

 

خبرپاڼه زیاتوي دغه راز، ٧ تنه په هرات کې، ٢ تنه په فاریاب کې، ١ تن په جوزجان کې او یو بل تن د نشه يي توکو د لیږد په تړاو په کندز ولایت کې نيول شوي.

اړوند موضوعات

کورنیو چارو وزارت د نشه توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰ جریبه کوکنار تخریب او ۱۶ روږدې کسان یې درملنې ته بیولي.

 

د نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ٦٠٠ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي د یامه په نوم د غور ولایت په اړونده سیمو کې کشف او له منځه وړي.

Leave a reply