کورنیو چارو وزارت د نشه توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰ جریبه کوکنار تخریب او ۱۶ روږدې کسان یې درملنې ته بیولي.

کورنیو چارو وزارت د نشه توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰ جریبه کوکنار تخریب او ۱۶ روږدې کسان یې درملنې ته بیولي.
12 مارچ یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو ۵ جریبه د کوکنارو کر په لغمان او ۵ جریبه په خوست کې اړولی.
همدا راز د خبرپاڼه زیاتوي چې یادو پولیسو ۱۶ کسه روږدي یې له مهترلام ښار د درملنې په موخه د کابل د روږدو زر بیستریز روغتون ته هم لېږدولي دي.
اړوند موضوعات
د غه راز، دوه تنه په دایکندي ولایت کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو او بدخشان ولایت کې د نشه یي توکو یوه کارخونه ترلاسه کړې، چې په تړاو یې درې تنه نیول شوي هم دي.





