کورنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته ۸۲ زره معتادین راټول او ۱۸۱ کارخونې له منځه وړل شوي.
کورنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته ۸۲ زره معتادین راټول او ۱۸۱ کارخونې له منځه وړل شوي.
21 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو په مرکز کې نن ورځ د نشه یي توکو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په اړه مالوماتي کنفرانس وړاندې شو، چې پکې د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزات مسؤلینو ګډون کړی وو.
په یاد کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په هېواد کې په نشهيي توکو شاوخوا ۸۲ زره روږدي راټول شوي، چې ۲۶ زره او ۸۵۰ یې یوازې په کابل کې وو.
د نوموړي په وینا؛ تر دې مهاله د نشهيي توکو ۱۸۱ کارخونې له منځه وړل شوې، ۵ زره او ۴۳ ټنه بېلا بېل نشهيي توکي نیول شوي.
همدا راز هغه زیاتوي چې ۵ زره او ۵۱ شکمن کسان نیول شوي او ۱۷۸۵ هکټاره ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښته پاکه شوې ده.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې معین وایي ۷۵ زره معتادین راټول او روغتیايي مرکزونو کي یې درملنه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لورې د زرګونه معتادینو درملنه کامیابه ترسره شوی، کابل کې یې ۵ زره بستریز روغتون او مرکز ورته پرانیستلو او نورو ولایتونو کې یې هم تداوی او درملنه په ښه توګه ترسره کیږي.
حماد