د کندز د ښاروالۍ او د هرات د مستوفیت عواید د تیر په پرتله زیات شوي.
د کندز د ښاروالۍ او د هرات د مستوفیت عواید د تیر په پرتله زیات شوي.
12 مارچ یکشنبه 2023
چارواکي خبر ورکوي چې د تېر کال په نسبت د کندوز ښاروالۍ عواید ۴۰ سلنه او د هرات د مستوفیت عواید بیا ۳۱ سلنه زیات شوي دي.
د کندوز د ښاروالۍ مطبوعاتي مسول تاج الدین سهاک باختر دولتي اژانس ته ویلي، چې تېر کال د ښاروالۍ عواید ۸۰ میلیونه و او روان کال تر ۴۰ سلنې زیاتوالي وروسته ۱۲۰ میلیونو ته رسیدلي دي.
ده وویل: په دې موده کې د ۴۰ میلیونو په ارزښت ۱۷ پراختیايي پروژې هم پلې شوې او په ۴۰ نورو پروژو کې له موسسو سره مرسته شوې.
بل لور ته د هرات د مستوفیت آمر همایون توخي ویلي، چې: د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې یې ۲.۵۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړی.
نوموړي ویلي: له ورکړل شوي هدف نه یې ۱۷.۶ سلنه زیات عواي راټول کړی، چې د تېر کال په نسبت ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
اړوند موضوعات
وزارت مالیه: د هیواد له ګمرکاتو په تیرو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي.
توخي زیاته کړې: په هرات کې ۳۱۰۰۰ هټیو ته د مالیې نوي اساسات ټاکل شوي، چې له مخې به یې شفافیت رامنځته او د مالیې ټینګښت ته لازمه لار هواره شي.