وزارت مالیه: د هیواد له ګمرکاتو په تیرو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي.
وزارت مالیه: د هیواد له ګمرکاتو په تیرو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي.
20 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال ۱۱ میاشتو کې د هېواد له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د یاد وزارت د ویاند احمد ولي حقمل په خبره، یاد عواید د هېواد په تاریخ کې بې ساري دي او د هېواد د ګمرکونو عواید هیڅکله هم له ۷۲ میلیارده افغانیو څخه نه و لوړ شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا عواید داسې حال کې بې ساري لوړ شوي، چې د اسلامي امارت رهبرۍ له لوري پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول ۶۸ سلنه کم شوی دی.
اړوند موضوعات
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عوایدو دا تاریخي لوړوالی ښيي، چې ګمرکونو کې مسلکي او ژمن کسان ګمارل شوي، فساد صفر شوی او چارو کې روڼتیا رامنځته شوې ده.