کندهار کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو سل جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.

0
104

کندهار کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو سل جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.

20 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د کندهار ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د یوه ځانګړي فرمان له مخې چې په ټول هیواد کي د کوکنارو او بنګو پر کښت بندیز ولګاوه، د کندهار د ارغستان ولسوالی په ۲۵ کلیو کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت پولیسو د هیواد په لسو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو ۲۲ تنه نیولي.

 

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هیواد کې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د معتادینو د راټولولو کمپاین پیل کړی او تر اوسه یې سلګونه معتادین د درملنې په موخه راټول او زیاته اندازه ځمکه د نشه یي توکو د کښت څخه پاکه کړی.

حماد

Leave a reply