د ملي دفاع وزارت ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ترميم شوي ټانګونه ازمویل شوي.

0
167

د ملي دفاع وزارت ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ترميم شوي ټانګونه ازمویل شوي.

20 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ټانګ کنډک په پولیګون کې د ترمیم شویو ټانکونو د ازمایښتي نښې ویشتلو په تړاو نوي ترميم شوي ټانکونه وازمويل شول.

 

یاد پخواني ټانګونه د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له لورې ترمیم او نن وازمویل شول.

خبر زیاتوي دغو نمایشاتو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان، يادې قول اردو مرستيال او درستيزوال په ګډون ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو شتون درلود.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شوي.

 

 

په پای کې مسؤلینو د بیا ځلې ترمیم شویو ټانکونو مسلکي انجینران او پرسونل تشویق کړل او د هغوی قدرداني یې وکړه، چې د اسلامي نظام او ولس لپاره خدمت کوي.

Leave a reply