د افغاني سرې میاشتې سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د غذایي مصونیت له مسؤل سره د بشري مرستو په تړاو خبرې کړي.

0
192

د افغاني سرې میاشتې سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د غذایي مصونیت له مسؤل سره د بشري مرستو په تړاو خبرې کړي.

19 اپریل چهارشنبه 2023

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي همکاریو د سازمان د غذایي مصؤنیت د څانګې له مسؤل پروفیسور یرلن بایدولیت او افغانستان لپاره د یاد سازمان له استازي دوکتور سعید العیاش سره افغانستان سره د بشري مرستو په اړه ناسته ترسره کړه.

 

ناسته کې پر ګڼو بشري موضوعاتو سربېره د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري بادغیس، نیمروز، غور او فراه ولایتونو کې د ۲۶۸ ټنه مرسته شویو اوړو پر ویش هم خبرې وشوې.

 

په دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه وشوه، چې په راتلونکي کې به دواړه یو هوکړه لیک لاسلیکوي او د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به د اسلامي همکاریو د سازمان مرستې نورې هم پراخېږي.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې سرپرست د قطر الخیریه بنسټ سره پر بشري مرستو، حرفوي زده‌کړو او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي.

 

ښاغلي پروفیسور یرلن بایدولیت د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته قرغزستان ته د ورتګ بلنه ورکړه؛ ترڅو له افغانستان سره د بشري مرستو د جلب برخه نوره هم پراخه شي.

Leave a reply