د افغاني سرې میاشتې سرپرست د قطر الخیریه بنسټ سره پر بشري مرستو، حرفوي زده‌کړو او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست د قطر الخیریه بنسټ سره پر بشري مرستو، حرفوي زده‌کړو او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي.

17 مارچ جمعه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د قطر الخیریه بنسټ د بېړنیو پېښو د مسؤل خالد عبدالله الیافعي سره افغانستان کې پر بشري مرستو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي، حِرفوي زده کړو او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته دوحه کې وشوه.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له قطر الخیریه بنسټ مننه وکړه، چې له دې وړاندې یې د افغاني سرې میاشتې له لارې افغانانو سره بشري مرستې کړي او په سخت حالت کې د افغانانو ترڅنګ دریدلی.

 

مولوي مطیع الحق خالص وویل “افغانستان تېرو ۴۰ کلنو جګړو سخت ځپلی او د کونډو او یتیمانو په ګډون معیوبین هم دي، چې حِرفوي زده کړو ته یې اړتیا ده؛ له خیریه بنسټونو مو هیله ده، چې د افغانانو لاسنیوي ته را وړاندې شي او له پامه یې ونه غورځوي”.

 

نوموړي وویل “افغاني سرې میاشتې تېرو اتو میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ د ۷۵۷ اخته ماشومانو درملنه کړې، چې په هر ماشوم تر دوه زره امریکایي ډالرو لګښت کېږي، خو دا چې د ناروغانو ثبت مخ په ډېریدو دی، نو ځکه د ټولو درملنه د افغاني سرې میاشتې له وس وتلې؛ مونږ هیله لرو په دې برخه کې د قطر الخیریه په څېر خیریه بنسټونه مونږ ته د همکارۍ لاس راکړي”.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس همدا ډول وویل “افغاني سره میاشت دا مهال په کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د ښځینه او نارینه رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکزونه لري، چې کلنی لګښت یې شپږ میلیون ډالر دی؛ هیله من یو نړیوالې خیریه ټولنې ددې بهیر په پرمخ وړلو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي”.

 

د قطر الخیریه بنسټ د بېړنیو پېښو مسؤل خالد عبدالله الیافعي د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ په یادو برخو کې افغاني سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړ.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست او د قطر فنډ پرمختیایي پروژو مسؤل تر مینځ د بشري او روغتیايي مرستو په تړاو ناسته شوی.

 

نوموړي وویل “مونږ له افغانانو سره مرستې ته لیوال یو او غواړو د ګونډو او یتیمانو د پالنې، د بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او دوی ته د حِرفوي زده کړو او نورو بشري مرستو برخو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړو او له افغاني سرې میاشتې سره خپله همکاري روانه وساتو”.