د افغاني سرې میاشتې د سرپرست او د قطر فنډ پرمختیایي پروژو مسؤل تر مینځ د بشري او روغتیايي مرستو په تړاو ناسته شوی.

0
65

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست او د قطر فنډ پرمختیایي پروژو مسؤل تر مینځ د بشري او روغتیايي مرستو په تړاو ناسته شوی.

17 مارچ جمعه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل سلطان بن احمد العسیري سره افغانستان کې پر بشري مرستو، روغتیایي خدماتو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته دوحه کې ترسره شوه.

 

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس وویل “افغانستان ۴۰ کلنو جګړو له هر اړخه ځپلی او لاسنیوي ته اړتیا لري؛ له مرسته کوونکو بنسټونو مو هیله ده، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د بېوزلو افغانانو ترڅنګ ودرېږي”.

 

نوموړي وویل “له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د ثبت شمېره په لوړېدو ده، چې افغاني سره میاشت یې په یوازې ځان توان نه لري؛ زمونږ هیله ده چې بشرپال بنسټونه افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي؛ ترڅو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې وس ومومي”.

 

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له قطر فنډ هیله وکړه، چې د بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او د رواني ناروغانو په درملنه او ساتنه کې افغاني سرې میاشتې ته د همکارۍ لاس ورکړي او په افغانستان کې د وړو د مرستې پروژه د افغاني سرې میاشتې له لارې پلې کړي.

 

د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل سلطان بن احمد العسیري د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یادو برخو کې افغاني سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړ.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې کندز او غور ولایتونو کې نیږدې ۱۱۰۰ بزګرانو د کیمیاوي سرو مرسته کړی.

 

 

نوموړي زیاته کړه “مونږ له افغانانو سره د مرستې هیله لرو او هڅه به وکړو، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانانو لاسنیوی وکړو او د زرګونو ټنو اوړو د مرستې پروژه د افغاني سرې میاشتې له لارې تنظیم او پلې کړو”.

Leave a reply