افغاني سرې میاشتې ټولنې کندز او غور ولایتونو کې نیږدې ۱۱۰۰ بزګرانو د کیمیاوي سرو مرسته کړی.
افغاني سرې میاشتې ټولنې کندز او غور ولایتونو کې نیږدې ۱۱۰۰ بزګرانو د کیمیاوي سرو مرسته کړی.
17 مارچ جمعه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې تیره ورځ غور او کندز ولایتونو کې د نړیوال فدراسیون په مالي کومک نیږدې ۱۱۰۰ اړمنو بزګرانو سره د کیمیاوي سرو مرسته وشوه.
خبرپاڼه زیاتوي چې غور ولایت مرکز فیروز کوه کې ۶۲۵ تنه بیوزله سروې شویو بزګرانو سره ۱۸۷۵ بوجۍ کیمياوي سرې مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لورې چمتو شوې وه په کې هر بزګر ته درې بورۍ (۱۵۰ کیلو ګرامه) کرنيزه سره وويشل شوه.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل کې د ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
همدا راز د کندوز ولایت علي اباد ولسوالۍ کې ۴۱۳ تنه بیوزله سروې شویو بزګرانو سره کیماوي سرې ( سونا یوریا) مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لورې چمتو شوې وه په کې هر بزګر ته درې بورۍ (۱۵۰ کیلو ګرامه) سره ورکړ شوه.