افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل کې د ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل کې د ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
22 فبروري 2023
د افغاني سرې میاشتې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ټولنې له لورې د بشري مرستو په دوام کابل ولایت ګلدرې ولسوالۍ کې ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
خبر زیاتوي یاده مرسته چې د ملک سلمان خیریه بنسټ او اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لورې چمتو شوې وه، په کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل وو.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ننګرهار کې سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
یاده دې وي چې افغاني سره میاشت د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د اړمنو، فقیرو او هغه کورنیو چې د لاسنیوي څوک نه لري، مرسته او کومک ترسره کوي.






