افغاني سرې میاشتې ننګرهار کې سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

0
174

افغاني سرې میاشتې ننګرهار کې سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

14 فبروري 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې د ژمي په دې يخه څپه کې د بشري مرستو په دوام؛ د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې ۲۰۰۰ بیوزله کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل شوه.

 

یاده مرسته د ملک سلمان خیریه بنسټ او اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لورې چمتو شوی وه.

 

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریژي، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما، شامل وو.

اړوند موضوعات

سره میاشت: قطر کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو لګښت پر غاړه اخلي.

 

د یادونې وړ ده، چې د روانې مياشتې په ترڅ کې د یاد ولایت په اچین، لعلپورې او خوږیاڼیو ولسوالیو کې ۲۰۰۰ بیوزله کورنیو ته، ورته مرسته ترسره شوې.

Leave a reply