کډوالو وزارت هلمند او جوزجان کې نیږدې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته کړی.
17 مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې په هلمند او جوزجان کې اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوی.
خبر زیاتوي چې د (UNHCR) دفتر له لورې د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۹۳) کورنيو ته د کور جوړولو په موخه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د تېرو جګړو له امله يې کورونه ويجاړ شوي و، د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه (۶۰۰) امريکايي ډالره نغد ووېشل شول.
او همدا راز د يوياش خيريه بنسټ له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۷۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
اړوند موضوعات
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کيلو اوړه، يوه يوه بوجۍ وريجې، (۵) لېتره غوړي او يو پاکټه مالګه ووېشل شوه.