کډوالو وزارت پکتيا کې د ۷۰ میلیونه افغانيو په ارزښت له نیږدې ۱۳۰۰ کورنيو سره د سولري بريښنا د وسايلو مرسته کړی.

کډوالو وزارت پکتيا کې د ۷۰ میلیونه افغانيو په ارزښت له نیږدې ۱۳۰۰ کورنيو سره د سولري بريښنا د وسايلو مرسته کړی.
14 مارچ سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د پکتیا ولایت د مطبوعاتو له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ولایت کې د کډوالو چارو ریاست له لورې نیږدې ۱۳۰۰ کورنیو سره د سولري بریښنا د وسایلو مرسته وشوه.
دغه وسايل په پکتيا کې د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ او د ويسټا مؤسسې په مالي ملاتړ ووېشل شول چې د توزیع په مراسمو کې يې د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين، پکتيا ولايت مقام د دفتر رئيس او د مهاجرينو رئيس ګډون کړی وو.
په دغو برقي وسائلو کې دوه سولرې، دو بيترۍ، د برق لين او برقي ګروپونه او نور وسايل پکې شامل وو، چې هرې کورنۍ ته د ۵۵۰۰۰ افغانيو په ارزښت مرسته ترسره شوه.
د پکتيا مرستيال والي د مهاجرينو چارو رياست او د ويسټا مؤسسې څخه مننه وکړه چې هره برخه کې د خپل ولس لاسنيوې کوي او ټينګار يې وکړ چې د مرستو د سروې او وېش پۀ وخت کې دي له پوره دقت او شفافيت څخه کار واخيستل شي.
اړوند موضوعات
پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت میدان وردګ ولایت کې له ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره مرسته کړی.
پۀ پای کې د ويسټا مؤسسې مسؤل انجينر سميع الله تابش ژمنه وکړه چې له دولتي ادارو سره پۀ پوره همغږي به په بیلابیلو برخو کې خپلې مرستې لا پراخې او دوامداره ساتي. دغه توزیع به د پکتيا پۀ مرکز ګرديز، زرمت او سيدکرم ولسوالي کې تر سره کېږي.






