پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت میدان وردګ ولایت کې له ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره مرسته کړی.

0
216

پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت میدان وردګ ولایت کې له ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره مرسته کړی.

11 مارچ شنبه 2023

د میدان وردګ ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لخوا د یاد ولایت د جلریز، نرخ، سیداباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

 

خبر زیاتوي د یادې مرستې د ویش پر مهال د میدان وردګ ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رئیس مولوي فیض الله جلالي وویل چې په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه او ۵۰ کیلو ګرامه وریجې شاملې دي، نوموړي زیاته کړه: د دغه مرستو لپاره اړمنې او بې سرپرسته کورنۍ له وړاندې سروې شوې وې او نن ورسره مرسته کیږي.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې بلخ کې ۴۰۰ اړمنو بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې کړي.

 

د یادونې وړ ده یوه نیمه اونۍ وړاندې هم یاد ریاست په مرکز میدانښار کې له ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

Leave a reply