افغاني سرې میاشتې ټولنې بلخ کې ۴۰۰ اړمنو بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې کړي.

0
168

افغاني سرې میاشتې ټولنې بلخ کې ۴۰۰ اړمنو بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې کړي.

12 فبروري 2023

افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې ټولنې له لورې د بلخ په بیلابیلو کمپونو کې د اړمنو بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 

خبر زیاتوي چې دبشري مرستو په دوام، نن یکشنبه د افغاني سرې میاشتې له لورې بلخ ولایت امان اباد، بهارستان، فارابي، رحیم اباد، نواباد او تاتار اباد کمپونو کې ۴۰۰ بیځایه شویو او بیوزله کورنیو سره د اته قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې لغمان ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳۵ کیلو وړه، ۳ کیلو مکروني، يوه کمپل، ۶ کلچې صابون، ۱ پاکټ د کالیو مینځلو پوډر، ۱ جای نماز، ۱ جوړ څپلۍ، غالۍ او نور ژمني توکي شامل وو.

Leave a reply