افغاني سرې میاشتې ټولنې لغمان ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

افغاني سرې میاشتې ټولنې لغمان ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
8 فبروري 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې لغمان ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
خبرپاڼه کې راغلي چې په سوړ ژمي کې د بشري کړاوونو د راکمولو په موخه، د افغاني سرې میاشتې له لورې لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د ملک سلمان خیریه بنسټ او اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لورې د خوراکي توکو چمتو شوې مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریژي، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل وو.
اړوند موضوعات
د یادونې وړ ده، چې ددې اونۍ په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز او علیشنګ ولسوالۍ کې دافغاني سرې مياشتې له لورې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ورته مرستې وېشل شوې وې.





