په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د جمعیت ګوند مهم غړي او د مذهبي چارو وزیر مفتي عبدالشکور فاتحه وکړه.

0
121

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د جمعیت ګوند مهم غړي او د مذهبي چارو وزیر مفتي عبدالشکور فاتحه وکړه.

18 اپریل سه شنبه 2023

په پاکستان هیواد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد سفارت سرپرست د دغه هیواد د حج او اوقافو وزیر مفتي عبدالشکور د مړینې له کبله د نوموړي فاتحه ترسره کړه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې نن د اپریل ۱۸ مه، اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست، مولوي سردار احمد شکیب د جمعیت علماء اسلام ګوند مهم غړي او د پاکستان د مذهبي چارو وزیر، مفتي عبدالشکور د مړیني له امله د یاد ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن ته د نوموړي په کور کې فاتحه وکړه.

 

ویل کیږي چې په یاده لیدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو موضوعاتو هم تفصیلي خبري وشوي.

اړوند موضوعات

اسلام آباد کې د افغان سفارت سرپرست د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره د افغان مهاجرو پر ستونزو خبرې کړي.

 

یاده دې وي چې مفتي عبدالشکور درې ورځې وړاندې د شپې مهال د یو موټر د ټکر له امله د څو تنو نورو ملګرو سره خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Leave a reply