کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رئیس د IOM دفتر استازو د کډوالو په باعزته لیږد خبرې اترې کړي.

0
158

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رئیس د IOM دفتر استازو د کډوالو په باعزته لیږد خبرې اترې کړي.

17 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د دفتر رئيس قاري محمد اجمل د IOM ادارې له استازو سره په بيلابيلو مسائلو خبرې وکړې.

 

دواړو لوريو راستنېدونکو لپاره د باعزته ليږد، ټرانسپورټي اسانتياوو، په کابل هواي ډګر کې د مرکز فعالولو، د شته ستونزو د هواري لپاره د تخنيکي کميټې د جوړولو، د سياسي ستونزو څخه د کارونو د لرې والي په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړی.

 

همدا راز د هوکړه ليک رامنځته کول، د انساني مرستو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو او نور اړونده موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شريک کړل.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو وزارت د همکارو موسسو سره د نیږدې لس میلیونه امریکایي ډالرو د همکاريو هوکړه لاسلیک کړی.

 

په پای کې دواړو لوريو په دې برخه کې يو بل ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

Leave a reply