د کډوالو چارو وزارت د همکارو موسسو سره د نیږدې لس میلیونه امریکایي ډالرو د همکاريو هوکړه لاسلیک کړی.
د کډوالو چارو وزارت د همکارو موسسو سره د نیږدې لس میلیونه امریکایي ډالرو د همکاريو هوکړه لاسلیک کړی.
4 اپریل سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددیاد وزارت او اوو موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې د يادو هوکړه ليکونو مالي لګښت (۹) ميليونه، (۳۸۸) زره او ( ۷۸۸) امريکايي ډالره دی، چې له مخې به يې په کابل، هرات، فراه، غور، بادغيس، غزني، ميدان وردګ، لوګر، باميان، دايکندي،خوست پکتيا، پکتيکا او قندهار ولايتونو او شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې مرسته کیږي.
د کډوالو چارو وزارت زیاتوي چې د یادو هوکړه لیکونو له مخې به یادې مؤسسې په پورتنیو ولایتونو کې د نغدي مرستو، لمريزې برېښنا، روزنيزو او حرفوي زده کړود مرکزونو جوړلو، نيالګيو د اېښودو، د اوبو د کانالونو، کور جوړولو، دوکانونو، ښوونځيو، روغتونونو، پل او پلچکونو، استنادي دېوالونو او د باغدارۍ د وسايلو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
اړوند موضوعات
کډوالو چارو وزارت د یونین ایډ موسسې په مالي مرسته پکتیا کې له ۵۰۰ زیاتو اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
ياد هوکړه ليکونه د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او ( WASSA, DRC, WSTA, ACHRO, DHSA) موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.