کډوالو چارو وزارت د یونین ایډ موسسې په مالي مرسته پکتیا کې له ۵۰۰ زیاتو اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

0
136

کډوالو چارو وزارت د یونین ایډ موسسې په مالي مرسته پکتیا کې له ۵۰۰ زیاتو اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

28 مارچ سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د پکتیا ګردې څیړۍ کې د یونین ایډ موسسې په مالي مرسته کې له ۵۰۰ زیاتو اړمنو کورنیو سره بشري مرستې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د یوه پلاوي په ملتیا پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ګرده څېړئ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ زیاتو اړمنو کورنیو ته بشري مرستې توزیع کړې.

 

دغه مرستې، چې د یونین ایډ موسسې له لورې چمتو شوې وې، د کډوالو چارو وزیر ښاغلي حقاني له یادې موسسې مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې بشري مرستې دې په شفاف ډول مستحقینو ته ورسېږي.

اړوند موضوعات

کډوالو وزارت هلمند او جوزجان کې نیږدې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته کړی.

 

دغه مرسته کې چې د یونین ایډ خیریه مؤسسې له لورې چمتو شوې وه هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو بوره، ۲۵ کیلو وریجې، یو ۱۶ لیتره د غوړو ډبه، ۱ کیلو چای، یوه کمپله او یوه د ګاز ډبه مرسته ورسیده.

حمادشیرزاد

Leave a reply