د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پکتيا مرستيال والي سره د یاد ولایت په عمومي وضعیت خبرې کړي.

0
215

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پکتيا مرستيال والي سره د یاد ولایت په عمومي وضعیت خبرې کړي.

 

17 اپریل دوشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ پخپل کاري دفتر کې د پکتیا مرستيال والي انعام الله صلاح الدين سره وکتل.

په پيل کې، نوموړي د ياد ولايت د عمومي وضعيت او ترسره شوو عمراني پروژو په اړه معلومات ورکړل وې ويل، پکتيا کې ټول مېشت قومونه د ځايي ادارې همکار دي او د اړوندو ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

 

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال، پکتیا د هیواد مهم ولايت ياد کړ او د چارو لا ښه والي په موخه يې مرستيال والي ته يو شمېر لارښوونې هم وکړې.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د احمدزیو قوم مشرانو یو شمیر مشرانو د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې وويل، هڅه دې وشي چې روان کال پکتيا کې لا ډېرې پرمختيايي پروژې تطبيق او د سرتاسري امنيت له وجې دې ولايت ته د ورتلونکو سېلانيانو ښه هرکلی وشي.

Leave a reply