د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د احمدزیو قوم مشرانو یو شمیر مشرانو د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د احمدزیو قوم مشرانو یو شمیر مشرانو د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.
13 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د احمدزیو قوم یو شمېر مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، حاجي ظاهر خان احمدزي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له ا.ا څخه يې مننه وکړه، چې تل يې خپلې دروازې د ولس پر مخ پرانېستې دي او د هغوی خدمت کوي.
نوموړي اسلامي امارت ته د ملاتړ ډاډ ورکړ وې ويل، احمدزيو قوم تل په افغانستان کې د اسلامي نظام ننګه کړې او د موجوده نظام د بقا لپاره هر ډول سرښندنو ته چمتو يوو. همداراز د خپل قوم يو شمېر ستونزې يې هم بيان کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د احمدزیو قوم مشرانو څخه په مننې زياته کړه، د اسلامي امارت دروازې تل د ولس پر مخ پرانېستې دي او د ولس د ستونزو اورېدل او د حل لپاره يې اقدام په ولس احسان نه، بلکې خپل مسؤوليت بولو.
اړوند موضوعات
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې ټولو راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.