د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اهل تشیع یو مشر سره ایران او عراق ته د اهل تشیع د یو پلاوي د سفر په اړه کتلي.

0
207

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اهل تشیع یو مشر سره ایران او عراق ته د اهل تشیع د یو پلاوي د سفر په اړه کتلي.

10 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ نن د اهل تشيع يو مشر استاد محمد اکبري سره وکتل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې استاد اکبري ایران او عراق ته د افغانستان د اهل تشیع علماوو د یو پلاوي سفر په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د عراقي او ایراني مقاماتو او مذهبي مشرانو اندېښنو ته مو ځوابونه ورکړل او ډاډ مو ورکړ، چې اسلامي امارت له اهل تشيع هيوادوالو سره ښه چلند لري او موږ ترې راضي يوو.

 

استاد اکبري په کور دننه د اهل تشيع د ستونزو حل لپاره د اسلامي امارت چارواکو عاجل اقداماتو ته په اشارې زياته کړه، موږ دغه اقدامات ستايوو او د چارو لا ښه والي لپاره يې خپل وړانديزونه او مشورې شريکې کړې.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له استاد محمد اکبري څخه په مننې زياته کړه، اسلامي امارت د ټولو هیوادوالو خدمت خپل مسووليت بولي او د وضعيت لا بهبود لپاره د هيواد د ټولو قومونو او مذهبونو مشورو او وړانديزونو ته د قدر په سترګه ګوري.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د مرکزي او شمالي ولایتونو له شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

 

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو پای کې وويل، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره د متقابل احترام پر اساس، نيکې اړيکې غواړي، قومي تبعيض حرام بولي او د اهل تشيع او سني هيوادوالو ترمنځ توپير نه کوي.

Leave a reply