د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د مرکزي او شمالي ولایتونو له شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د مرکزي او شمالي ولایتونو له شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.
9 اپریل یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له مقام ارګ څخه په یوه تازه خيره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د شمالي او مرکزي ولایتونو له یو شمېر مشرانو، علماوو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې د هیواد له شپاړسو ولایاتو څخه راغلو لسګونو مشرانو او علماوو د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او هغه یې د ټولو افغانانو ګډ ټغر یاد کړ.
دوی وویل، اوسني نظام ته خدمت د ټول ولس مسئوولیت دی او په دې برخه کې یې د خپلو ولسونو د مرستو ډاډ ورکړ. راغلو کسانو پر پوهنیزو، روغتیايي او پراختیایي چارو کې په خپلو ولایاتونو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې شته ستونزې شریکې کړې.
مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت په بریا کې ټولو ولایتونو قرباني ورکړې او ټول د متوازن پرمختګ او بیا رغونې مستحق دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدګي وکړي او ولس له متوازن انکشاف څخه برخمن شي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په مشرۍ د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه غونډه ترسره شوه
سیاسي مرستیال همدا راز وویل، اسلامي امارت د هېواد د تلپاتې پراختیا او انکشاف په غرض د سترو او متوسطو اساسي پروژو چارې پیل کړې دي.






