د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په مشرۍ د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه غونډه ترسره شوه

0
286

7 اپریل جمعه 2023
باغی ټي وی رپورټ

‏د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن د چاپیریال ساتنې، چاپیریال ته د ورپېښو ګواښونو او هوا تودوخې پر موضوعاتو بحث وکړ.

په دې غونډه کې، چې د چاپيريال ساتنې ادارې مشرتابه او متخصصينو هم حضور درلود، د اقليمي بدلونونو پر اصلي عواملو، د بدلونونو سره پر مبارزې او د تودوخې پر ډېرېدو بحث او نظرونه تبادله شول.

په دې غونډه کې وويل شول، اقلیمي بدلون پر نړۍ او ځانګړې توګه هغو ټولنو چې ژوند یې له طبيعي سرچینو پر استفادې ولاړ دی، ډېر منفي اغېز کړی دی.

همداراز پرېکړه وشوه، چې د اقليمي بدلونونو د اغېزو کمولو او چاپېريال ساتنې لپاره دې له نړيوالو تخنيکي تجربو استفاده وشي.

ګډونوالو همداراز وویل، دا چې افغانستان اقلیمي بدلون سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون غړی دی او د توکیو او پاریس تړونونه یې هم لاسلیک کړي، نو په کار ده چې په دې اړه نړیوالې ټولنې سره ګډ کار وکړي.

په پای کې له نړيوالو وغوښتل شول، چې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه خپلې ژمنې عملي او په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

Leave a reply