د رياست الوزرا سياسي مرستيال د روسيې د جوماتونو عمومي مسوول په مشرۍ راغلي پلاوي سره کتلي.

0
132

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د روسيې د جوماتونو عمومي مسوول په مشرۍ راغلي پلاوي سره کتلي.

 

17 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير نن مازديګر په سپېدار ماڼۍ کې د روسيې د جوماتونو بين المللي مسوول په مشرۍ د روسيې د مسلمانانو په استازيتوب راغلي پلاوي سره وکتل.

 

غونډه د روسيې د جوماتونو بين المللي مسوول او د مسکو ښار د صبور جومات عمومي امام مولوي شيخ زاليخايوف احمد مګميدوويچ له لوري د قرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې نوموړي د اسلامي امارت په واکمنېدو خوښي وښوده او د روسيې د مسلمانانو نيکې هيلې او سلامونه يې د رياست الوزرا سياسي مرستيال ته وړاندې کړل.

 

نوموړي وويل، افغانستان ته زموږ د راتلو هدف د روسيې او افغانستان ترمنځ د مناسباتو پراختيا ده. روسيه کې شل ميليونه مسلمانان اوسېږي او راشه درشه به زموږ او ستاسو مسلمانانو ترمنځ اړيکې نورې هم پیاوړې کړي.

 

د پلاوي غړو هر يو، د روسيې د بين المللي اسلامي کلتور مرستيال ګادجيوف محمد حاجي امروويچ، د روسيې د اسلامي انستيتوت عمومي امام او د روسيې د بين المللي اسلامي کلتور مرستيال محمد بشير مګميدوويچ خبرې وکړې او تر ۴۰ کلنې جګړې وروسته يې د سرتاسري امنيت په تامين او ابادۍ خوښي وښوده وې ويل، د روان سوله ييز وضعيت دوام او د اسلامي امارت مدبرانه حکومتولي به بالاخره د دې لامل شي چې نړۍ مو په رسميت وپېژني.

 

دوی همداراز په روسيه کې د اسلام خپرېدو بهير په اړه معلومات ورکړل وې ويل، مسلمانان په روسيه کې هېڅ مشکل نه لري او د اسلامي علماوو پلاوو تګ راتګ به د روسيې او افغانستان ترمنځ تعامل نور هم زيات کړي.

 

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر دې روسي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، موږ توقع لرو چې ستاسو راتګ د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پراختيا لامل هم شي او روسيې او نړۍ ته له افغانستان څخه ښه تصوير له ځان سره يوسئ.

 

د رياست الوزرا سياسي مرستيال له روسيې وغوښتل چې پر سفارتي اړيکو بسنه ونه کړي او له خپلو ملګرو هيوادونو سره دې اسلامي امارت په رسميت وپېژني. موږ روسيې ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د هيچا پر ضد نه کارېږي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د احمدزیو قوم مشرانو یو شمیر مشرانو د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې د افغانستان او روسيې ترمنځ د اسلامي علماوو پلاوو تګ راتګ زياتېدو غوښتنه وکړه او غونډه راغلي پلاوي ته د ډاليو په توګه د وطني غاليو او دعائيې په لوستو سره پای ته ورسېده.

Leave a reply