د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د سوډان له جګړه مارو پوځي مشرانو سره تماس نیولی دی

0
144

باغی ټی وی رپورټ
د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د سوډان له جګړه مارو پوځي مشرانو سره تماس نیولی دی

د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د سوډان له جګړه مارو پوځي مشرانو سره تماس نیولی دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له دواړو غوښتي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

په سوډان کې په نښتو کې تر اوسه ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي، چې په اړه یې عرب لیګ او چین د سوډان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

له بلې خوا د قطر هوايي شرکت سوډان ته خپل پروازونه بند کړي دي.

باید یادونه وشي چې تر دې مخکې په ۲۰۲۱ کال کې نیمه پوځي ځواک د سوډان د پوځ پر ضد پاڅون کړی و چې له پوځي کودتا وروسته یې واک ترلاسه کړ.

په خرطوم کې له دوو کلونو راهیسې د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو ترمنځ د واک پر سر جګړه روانه ده.

Leave a reply