د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ازبکستان کې د چین هیواد له بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

0
117

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ازبکستان کې د چین هیواد له بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

15 اپریل شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د ازبکستان په سمرقند کې، د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې، د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي چن ګانګ سره وکتل.

 

په دې ناسته کې د افغانستان او چين پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اقتصادي همکاريو، سيمه‌ييز اقتصادي اتصال، چين ته د افغانستان د صادراتو پر زياتوالي او ګڼو نورو سيمه ييزو مسايلو خبرې وشوې.

 

په سر کې د بهرنيو چارو وزير د خپل چينايي سيال سره، چي نوې دا دنده ورسپارل شوې، د ښې کاري اړيکې هيله څرګنده کړه. همداراز متقي صاحب د افغانستان په اړه د چين نوي بهرني سياست چې پکې د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او ديني او کلتوري انتخابونو ته درناوی شوی، هرکلی وکړ.

 

د بهرنيو چارو وزير وويل چين په سيمه کې مهم رول لري او افغانستان لېواله دی چې چين سره د اقتصاد، تجارت او پانګونې په برخه ښه شريک شي.

 

د چين د بهرنيو چارو وزير وويل هېواد يې چمتو دی چې په ګڼو برخو کې افغانستان سره مرسته وکړي او د افغانستان امنيت او ثبات د چين لپاره اهميت لري.

 

ښاغلي چن ګانګ وويل چې چين چمتو دی چې افغانستان سره د لارې او کمربند سترې پروژه کې د شاملېدو لپاره مرسته وکړي.

 

ښاغلي چن ګانګ زياته کړه چې هېواد يې غواړي افغانستان سره سوداګري پراخه کړي، نوي هوايي دهليزونه پرانيزي او په راتلونکي کې له افغانستان د ځينو وچو او لمدو مېوو واردات پيل کړي.

اړوند موضوعات

د افغان دولت او ازبکستان هیواد د بهرنیو چارو وزیرانو په سمرقند کې د دوه اړخیزو اړیکو او په اقتصادي همکاریو خبرې اترې کړي.

 

په پای کې دواړو لوريو ژمنه وکړه چې د لېوالتيا وړ موضوعاتو کې به دوو اړخيزو همکاريو ته ادامه ورکوي.

Leave a reply