د افغان دولت او ازبکستان هیواد د بهرنیو چارو وزیرانو په سمرقند کې د دوه اړخیزو اړیکو او په اقتصادي همکاریو خبرې اترې کړي.

0
163

د افغان دولت او ازبکستان هیواد د بهرنیو چارو وزیرانو په سمرقند کې د دوه اړخیزو اړیکو او په اقتصادي همکاریو خبرې اترې کړي.

 

14 اپریل جمعه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې ولیدل.

 

دواړو لوریو پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، اقتصادي اتصال او د افغانستان په تړاو د ازبکستان پر مثبت دریځ هراړخیزې خبرې وکړې.

 

د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان له کوربه‌توبه د مننې تر څنګ وویل، چې افغانستان او ازبکستان مشترک دین او ژبه لري او ښه اقتصادي شریکان دي.

 

مولوي متقي وویل، افغانستان له خپلې لوري چمتو دی چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ ټرانزيټي پروژې چارې پیل شي او دا کار به د سیمې په اقتصادي پيوستون کې ګټور رول ولري.

 

د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان په تړاو د ازبکستان د ولسمشر له مثبتو دریځونو او اقداماتو مننه وکړه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی دی او خوشاله دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په سمرقند کې ویني.

 

ښاغلي سعیدوف وویل، د افغانستان اړوند مسایلو کې باید افغانستان حضور ولري او زیاته کړه چې د افغانستان له حضور پرته د افغانستان په اړه خبرې کول ګټه نه کوي. ده همداراز کابل ته د ازبکستان د وروستي پلاوي سفر ته اشاره وکړه او په کابل کې یې له هراړخیزو بحثونو خوښي څرګنده کړه.

 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان بانک کنګل شوې بانکي زېرمې باید ازادې شي ځکه چې دا د افغانستان د خلکو د اقتصادي بیارغونې لپاره مهم دي.ښاغلي سعیدوف وویل، هېواد یې د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

اړوند موضوعات

ازبکستان کې د اسلامي امارت او ایران هیواد بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، په تېر یوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلي او هیله من دی چې دا کچه تر دې هم زیاته شي.

Leave a reply