د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او مل راغلي پلاوي سره کتلي.

0
207

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او مل راغلي پلاوي سره کتلي.

15 اپریل شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي سریک ژومانګارین په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

 

په لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او بنسټیزو پروژو هراړخیزې خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، قزاقستان هر وخت له افغانستان سره همکاري او ښې اړیکې پاللې دي چې افغانستان هم له خپل لوري د دوستانه اړیکو د ساتلو ډاډ ورکوي.د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي،له دوست هېواد قزاقستان څخه غواړو چې په خپل هېواد کې د افغانستان نوي ډیپلوماتان ومني.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، قزاقستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودلې چې د دغو اړیکو د لا پياوړتیا په موخه به په نږدې راتلونکي کې په قزاقستان کې نوي افغان ډيپلوماتان ومنل شي.

نوموړي همدا راز وویل افغانستان ته مو د سفر موخه د سوداګریزو ستونزو د ژر حل په موخه د ګډ ګروپ رامنځته کول، افغان سوداګرو ته د وېزو اسانتیاوې برابرول، په دواړو هېوادونو کې بانکي څانګو پرانیستل او د افغان ټرانس په څېر بنسټیزو پروژو کې له افغانستان سره ګډ کار او په دغه پروژه کې ګډون کول دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

 

 

د ناستې په پای کي دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دغه ډول ناستې دې دوامداره او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره دې پکې مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

Leave a reply