د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

0
66

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

23 مارچ پنشنبه 2023

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبیکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او په بهرني سیاست کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په ګلخانه ماڼۍ کې وکتل.

 

په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او برښنا پروژو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د ا.ا.ا د تېر یو نیم کال پر مهال له ازبیکستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې درلودې او ا.ا د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي.

 

نوموړي زیاته کړه: «افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د پَله حیثیت لري او که له دغه ستراتیژیک موقعیت څخه ښه استفاده وشي، دا به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې مهم رول ولوبوي.

 

زه باور لرم چې افغانستان او ازبیکستان خپلو اړتیاوو او شته فرصتونو ته په کتو په سیمه کې دوه اغېزناک اقتصادي شریکان جوړېدای شي.»

 

د ازبیک پلاوي مشر عبدالعزیز کاملوف وویل، دوی په نړیوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستان څخه ملاتړ کړی دی او په هر حالت کې یې د أفغانستان د ګټو خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي.

 

نوموړي کاملوف زیاته کړه، دوی پر ډېرو بنسټیزو پروژو سربېره چمتو دي چې د قوش‌تېپې له کانال څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په موخه له اسلامي امارت سره د خپلو تخنیکي ټیمونو په واسطه ګډ کار او همکاري وکړي.

 

ازبیک پلاوي زیاته کړه: «ازبیکستان چمتو دی چې د نړیوالو فورمونو په مراعاتولو او له پرمختللې ټکنالوژۍ په استفادې له آمو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنې له اسلامي امارت سره د قوش‌تېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.»

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي.

 

 

ملا برادر اخوند ازبیک لوري ته ډاډ ورکړ چې قوش‌تېپې کانال به د افغانستان او ازبیکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډي هېوادونه لا نږدې کړي.

Leave a reply