د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یو شمیر هیوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو سره سپیدار ماڼۍ کې د ماښام میلمستیا وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یو شمیر هیوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو سره سپیدار ماڼۍ کې د ماښام میلمستیا وکړه.
13 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ ماښام د روژه ماتي مېلمستیا کې د اوزبیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکیې، پاکستان، ایران او اندونیزیا سفیرانو او کور ډيپلوماتیک استازو او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن روزا انتبایوا، د یوناما مرستیال او د اغاخان بیناد رئيس سره وکتل.
د دې لیدنې پر مهال د اسلامي امارت لوړپوړو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی و چې په پيل کې مولوي عبدالکبیر سفيرانو، مېلمنو او ډیپلوماتانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، خوښ یم چې د ګاونډيو هیوادونو ډيپلوماتانو او نورو مېلمنو سره وینم.
نوموړي له افغانانو شره د بین المللي ټولنې د همکارۍ مننه وکړه او وې ویل، په افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی او سیاسي او ډيپلوماتیکې استازولۍ او خیریه بنسټونه کولای شي په پوره ډاډ خپل کار او فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
د روژه ماتي پدې مېلمستیا کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وویل، په تېرو شلو میاشتو کې له هیوادونو سره اړیکې او تعامل ښه وو او هیله من یوو چې شته ستونزې هم په تدریج حل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو وار بیا څرګنده کړه چې د افغانستان له خاورې ګاونډيو هیوادونو ته تهدید نه دی متوجه.
نوموړي همداراز څرګنده کړه چې تېرکال د افغانستان صادرات زیات شوي. په سرحدونو کې امنیت تامین دی او موږ د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکي یوو.
مولوي امیرخان متقي له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل، تراوسه ۵۲۹ تنه پخواني مقامات او مطرح افغان شخصیتونه له بېلابېلو هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
اړوند موضوعات
د دې کتنې په جریان کې مېرمن روزاانتبایوا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال بلنې څخه په مننې د روژې مبارکه میاشت کې د امنیت په خاطر خوښي وښوده.