د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر رئیس د یوناما د کورني سیاست او اقتصادي چارو له مسؤلینو سره کتلي.

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر رئیس د یوناما د کورني سیاست او اقتصادي چارو له مسؤلینو سره کتلي.
11 اپریل سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د سیاسي معاونیت د دفتر رئیس مولوي ذاکر نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د کورني سیاست او اقتصادي چارو له مسؤولینو ماروین توماس پاترسان، دني بوګا او جولین لیني سره وکتل.
په دې کتنه کې یاد پلاوي د ریاست الوزراء له سیاسي معاونیت څخه مننه وکړه، چې تل یې د هېواد په مهمو مسایلو کې مثبت دریځ غوره کړی دی.
دوی زیاته کړه، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، خو ملګري ملتونه کوښښ کوي د افغانانو لپاره نړیوالې بشري مرستې راجلب کړي.
ياد پلاوي همدار راز ټینګار وکړ چې مسائل به له اسلامي امارت سره د خبرو او اترو له لارې حل کوي.
د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هڅې او شتون د افغانستان لپاره مهم وباله او له افغانانو سره یې د نړیوالو د بشري مرستو ډېرښت وغوښت.
اړوند موضوعات
نوموړي زیاته کړه، ا.ا په خبرو اترو باور لري او له نړیوالو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.






