د نیو کراچۍ صنعتي سیمه کې په ۲ کارخانو کې د اور لګېدنې په پېښه کې دواړه اغېزمنې ودانۍ نړېدلې، د ژغورنې ۴ کارکوونکي تر خاورو لاندې شوي او مړه شوي دي

0
87

باغی ټی وی رپورټ

د پوليسو په وينا، پرون د نوي کراچۍ په صنعتي سيمه کې په دوو کارخانو کې اور لګېدلی و، د اور له امله ودانۍ کمزورې شوې، د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ د پرله پسې يخنۍ په ترڅ کې دواړه ودانۍ نړېدلې دي.

د اور لګېدنې له امله یوه فابریکه د تولیدو او نورو پرزو وه، په پېښه کې د ژغورنې څلور کارکوونکي وژل شوي او د 11 اور وژونکو په ګډون 13 کسان ټپیان شوي دي.

د ریسکیو چارواکو وینا ده چی د څلور امدادی اهلکارو جسدونه د ملبے نه را ایستل شوی دی چی د مړو شناخت محسن، افضل، سهیل او خالد شهزاد په نومونو شوی دی.

ډپټي کمشنر سنټرل طلحه سليم هم په موقع موجود وو۔

بل لوري ته د سندهـ گورنر کامران ټيسوري د کارخانې د نړېدو پيښې نوټس اخستى اؤ د کراچۍ انتظاميې ډاکټر سيف الرحمان سره يې رابطه کړې ده.

د سندهـ والي د وياند له مخې، د پېښې ټپيانو ته د سمدستي طبي مرستو د رسولو لارښوونه شوې ده.

Leave a reply