کراچۍ پولیس د کالعدم تنظیم دوه ترهګر نیولی دی

0
340

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ پولیس د کالعدم تنظیم دوه ترهګر نیولی دی.

په کراچۍ کې د مطبوعاتي کانفرنس په مهال ايس ايس پي ملير سردار حسن نيازي وويل دمارچ په ٢٩مه نيټه په شاه لطيف ټاون سيمه کې په موټر سائيکل سوارو دوه شکمن کسان د لاسي بمونو غورځولو وروستو تښتيدلي وؤ خو خوشبختانه په پيښه کې چاته ځاني زيان نۀ ؤ رسيدلى.

د ايس ايس پي وينا ده چي پوليس په پيښه کښي ککړ دوه ملزمان ګرفتار کړي دي کوم چي تعلق کالعدم تنظيم سره دے او دواړه ملزمان د څو مياشتو راهسي د خپل کمانډر علي حسن سنګو سره په رابطه کښي وو۔

دپوليسو وينا ده چې ملزم په کراچۍ کې په چينايي اوسېدونکو دبريد کولو منصوبه هم جوړه کړې وه او علي حسن سانګو ورته لاسي بمونه او پيسې هم ورکړي وې.

ايس ايس پي ملير زياته کړه چې ملزمانو غوښتل چې د شري بلوچ د تلين په موقع هم ترهګرې کړنې ترسره کړي کوم چې پوليس په وخت کارروائي کولو سره ناکامه کړه۔

Leave a reply