اسلامي امارت وایي موږ نه غواړو د ملګرو ملتونو کارونو ته خنډ ایجاد کړو، بلکې دا واضح کول غواړو چې زموږ کورني ارزښتي مسئلو ته دې درناوی وشي.

0
288

اسلامي امارت وایي موږ نه غواړو د ملګرو ملتونو کارونو ته خنډ ایجاد کړو، بلکې دا واضح کول غواړو چې زموږ کورني ارزښتي مسئلو ته دې درناوی وشي.

12 اپریل چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو فعالیتونو ته خنډونه نه جوړوي، بلکې دوی دې زموږ د کورني ارزښتي مسئلو درناوی وکړي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلاميه نشر کړې چې اسلامي امارت په ښځینه کارکوونکو ځينې محدوديتونه وضع کړي چې له کبله يې م. م. خپل فعاليتونه ځنډولي او د بشري وضعيت د ټولو عواقبو مسئول يې اسلامي امارت بللی.

 

چې په اړه یې اسلامي امارت ویلي موږ نه غواړو چې م. م. ته خنډونه ايجاد کړو، بلکې واضح کول غواړو چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چاته هيڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.

 

دا پريکړه په دې معنا هم نه ده چې دلته تبعيضي چلند کيږي، یا د ملګرو ملتو فعالیت ته خندونه جوړیږي؛ بلکي موږ د خپلو ټولو هيوادوالو ديني، کلتوري او عليا مصالح په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو.

 

په تاسف سره باید ووایو چې د افغانستان بشري وضعیت د بندیزونو او  فشارونو له کبله رامنځته شوی او دوام لري او اصلي مسئوليت يې هم هغو لوريو ته ورګرځي چې د افغانستان پر مالي او بانکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي، سفري محدودیتونه یې وضع کړي.

 

 

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان بېړني وضعيت ته په کتو اړینه ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي ترڅو افغانستان وکولی شي په اقتصادی، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي او هیواد مو په خپلو پښو ودریږي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت په اقصی کې پر مسلمانانو د اسرائیلی اشغالګرو ظلم په کلکه غندلی او د نړۍ پر مسلمانانو یې د دفاع غږ کړی.

 

یاده اعلامیه زیاتوي چې  افغانان دا ظرفيت لري چې په خپلو ظرفيتونو او امکاناتو پرخپلو پښو ودرېږي.

Leave a reply