اسلامي امارت په اقصی کې پر مسلمانانو د اسرائیلی اشغالګرو ظلم په کلکه غندلی او د نړۍ پر مسلمانانو یې د دفاع غږ کړی.

اسلامي امارت په اقصی کې پر مسلمانانو د اسرائیلی اشغالګرو ظلم په کلکه غندلی او د نړۍ پر مسلمانانو یې د دفاع غږ کړی.
10 اپریل دوشنبه 2023
څو ورځې وړاندې اسرائيلي يرغلګرو يو ځل بيا په بيت المقدس کې پر اقصی مسجد حمله وکړه، تر سلو زيات لمونځ کوونکي يې ټپيان او شاوخوا پنځه سوه تنه يې بنديان کړل.
د سعودي، قطر ، ترکيې، ايران او ځينو نورو اسلامي هېوادونو په ګډون اسلامي امارت هم دغه وحشيانه عمل په کلکو ټکو غندلی او يو لوی جنايت يې ګڼلی.
اسلامي امارت په يوه اعلاميه کې ويلي: «په مقدسه اماکنو او بې دفاع خلکو بريد او له هغوی سره تاوتريخوالی د نړيوالو اصولو خلاف او د غاصبو اسرائيليانو له خوا يو ظالمانه عمل دی. دغه راز جنايات تر سره کول څرګندوي، چې هلته مسلمانان له څومره سختو شرايطو او ظلمونو سره مخ دي».
اړوند موضوعات
په اعلاميه کې د نړۍ پر مسلمانانو غږ شوی، چې ټول په ګډه د فلسطيني مسلمانانو له حقوقو او داعيې څخه کلک ملاتړ وکړي:
«اسلامي امارت د دې تر څنګ چې دغه جنايت غندي، په مسلمانانو غږ کوي، چې د مظلومو فلسطينيانو له حقوقو او داعيې ملاتړ وکړي او پرې نږدي، چې پر فلسطيني وروڼو دغه ډول ظلمونه تر سره شي».
اسلامي امارت په ټينګار سره ويلي، چې د اسرائيلي يرغلګرو له خوا دغه ډنول بشر ضد کړنې او د مقدسه اماکنو بې حرمتي له نړيوالو قوانينيو ښکاره سرغړونه او د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی.






