د لوګر مرستیال والي د یاد ولایت له ښار د لیدنې پر مهال وویل: سوداګر او پانګوال دې له بې وزلو او اړمنو سره همکاري وکړي.

0
114

د لوګر مرستیال والي د یاد ولایت له ښار د لیدنې پر مهال وویل: سوداګر او پانګوال دې له بې وزلو او اړمنو سره همکاري وکړي.

12 اپریل سه‌شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستيال والي مولوي عنايت‌الله شجاع، د پل علم ښار او دوکانونو څخه لیدنه ترسره کړه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د یاد ولایت د مرستيال تیره ورځ له غرمې وروسته د لوګر ښاروالۍ د نرخونو د کنټرول په موخه د مرکز پل‌علم ښار له بازار څخه څارنه له هټيوالو څخه يې له نیږدې ليدنه وکړه.

د لوګر مرستیال والي لومړی د غوښې‌پلور مرکز ته ولاړ او هلته یې د نرخونو د لیست او د خلکو او هټیوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړی.

 

باید وویل شي، چې هټیوال او پیرودونکي ټول د پل‌علم ښاروالۍ له نرخ‌نامی څخه راضي وو.

 

مولوي عنايت‌الله د پل‌علم ښار د يو شمېر ښاريانو او هټيوالو غوښتنې او وړانديزونه هم واورېدل او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.

اړوند موضوعات

د لوګر مرستیال والي د یاد ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره په لیدنه کې وویل: د اسلامي امارت چارواکي له خلکو سره له تعصب پرته چلند کوي.

 

نوموړي د خپلې لیدنې او څارنې په ترڅ کې د لوګر ولایت له پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې د کوچني اختر تر رارسیدو مخکې له اړمنو خلکو په ځانګړې توګه د شهیدانو له کورنیو سره همکاري وکړي.

Leave a reply