مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې په یاد سازمان کې د افغانستان څوکۍ افغان دولت ته وسپاري.

0
170

مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې په یاد سازمان کې د افغانستان څوکۍ افغان دولت ته وسپاري.

10 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپله یوه تازه خبري ویډیو کې چې د یاد وزارت د ټویټر پاڼې له لارې خپره شوې ویلي چې ملګرو ملتونونه باید د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دغه ویډیو کې همدا راز ویلي چې دا څوکۍ د داسې کس په لاس کې ده چې د هېچا استازی نه ‌دی.

نوموړي وړاندې ويلي: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نشته. که شته نو په دې سازمان کې داسې څوک د افغانستان استازی دی چې نه د افغانستان او نه د افغان ولس استازولي کوي، دی که د کومې ډلې استازولي کوي، حتی هغه ډله هم اوس نشته. موږ کوښښ کوو چې یادې څوکۍ ته د افغانانو نماینده وټاکو.

 

اوسمهال په مګروملتونو کې د افغاستان سرپرست استازی نصیراحمد فایق دی چې د تېرې ادارې پر مهال پر دې دنده ګومارل شوی و.

اړوند موضوعات

کابل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اخیستو ټینګار کوي

 

نوموړي همدا راز د کنګل شویو شتمنیو په اړه هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې یاده شتمني د افغانانو او ولس حق دی چې په ظالمانه توګه کنګل شوي.

حماد

Leave a reply