کابل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اخیستو ټینګار کوي

کابل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اخیستو ټینګار کوي
د اسلامي امارت د ویاند په وینا، سرپرست حکومت ته د دې څوکۍ نه سپارل د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی.
ښاغلي مجاهد په دې اړه وویل: په ملګرو ملتونو کې د افغانانو څوکۍ د افغانانو حق دی چې په دغه سازمان کې یې استازیتوب وکړي، همدارنګه د افغانستان سرمایه چې د امریکا له لوري کنګل شوې ده، دا د ناراضه افغانانو حق دی.
(2023 / 3 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د تېر حکومت استازي د اسلامي امارت استازیتوب نه شي کولای او دا څوکۍ باید سرپرست حکومت ته وسپارل شي.
د اسلامي امارت د ویاند په وینا، سرپرست حکومت ته د دې څوکۍ نه سپارل د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی.
ښاغلي مجاهد په دې اړه وویل: په ملګرو ملتونو کې د افغانانو څوکۍ د افغانانو حق دی چې په دغه سازمان کې یې استازیتوب وکړي، همدارنګه د افغانستان سرمایه چې د امریکا له لوري کنګل شوې ده، دا د ناراضه افغانانو حق دی.
اړوند موضوعات:
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ۱۴۰۰ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰ مه نیټه د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ملګرو ملتونو ته د سرپرست حکومت د استازي په توګه معرفي کړ، خو د ملګرو ملتونو له امله شاهین ته دغه څوکۍ تر اوسه نده ورکړل شوې.




