اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې تیر کال یې څه باندې ۴.۶ میلیون مټریک ټنه انتقالات ترسره او څه باندې ۳ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړي.

0
109

اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې تیر کال یې څه باندې ۴.۶ میلیون مټریک ټنه انتقالات ترسره او څه باندې ۳ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړي.

10 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو، نن دوشنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

 

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست، ملا بخت الرحمن شرافت په دې خبري کنفرانس کې وویل: په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د حیرتانو، آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې په ټولیز ډول ۴ میلیونه او ۶۷۳ زره او ۹۲۹ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې د تېر کال پرتله، ۳۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

 

د ښاغلي شرافت په خبره، په هېواد کې د انتقالاتو بهیر د ښه مدیریت له لارې، مجموعاً ۳ میلیارډه او ۱۸۸ میلیونه او ۸۰۰ زره او ۱۳۲ افغانۍ عواید، راټول شوي دي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۱۳زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د چارواکو په وینا، په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د هېواد د بندرونو له لارې په ټولیز ډول ۱۲۴۹۲ مټریک ټنه صادرات، ۲۵۳۶۰۳ مټریک ټنه ترانزیت او ۴۴۰۷۸۳۴ مټریک ټنه واردات تر سره شوي، چې لویه برخه یې وچې او تازه میوې، خوراکي توکي او معدني ډبرې وې.

Leave a reply