د نشه یي توکو سره مبارزې پولیسو نیږدې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه او اړولی ده.

د نشه یي توکو سره مبارزې پولیسو نیږدې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه او اړولی ده.
10 اپریل دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین په لړ کې په ۱۱۱ جریبه ځمکه د کوکنارو کر په ننګرهار، لغمان او سرپل ولایتونو کې کې اړولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې له منځه یې، ۶۶ جریبه کوکنار د ننګرهار په سپين غر او هسکه مېنه ولسوالۍ، ۳۷ جریبه د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ او اته جریبه په سرپل ولایت کې له منځه وړل شوي دي.
اړوند موضوعات
همدا راز تیره ورځ هم د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین په لړ کې د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په اچين ولسوالۍ کې ۲۶ جریبه، ۱۵ جریبه په نازیانو ولسوالۍ او ۴ جریبه په سپین غر ولسوالۍ کې اړولي دي.





