د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۵ ولایتونو کې نیودې ۱۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.

0
63

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۵ ولایتونو کې نیودې ۱۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.

6 اپریل پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو کښت له منځه وړی.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو د کمپاین په لړ کې، د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۵۰ جریبه ځمکه د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې، ۳۰ جریبه د کنړ په شیګل او څوکۍ کې، ۲۰ جریبه د زابل په اټغر، شهر صفا او شنګی کې، ۱۵ جریبه د لغمان په مهترلام او علیګار کې او ۴۰۰ متره مربع ځمکه یې د فاریاب ولایت په چهلګزي سیمه کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو غور او سرپل ولایتونو کې د نشه‌‌یي‌توکو دوه کارخونې کشف او له منځه وړي دي.

 

دغه راز د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بغلان او فاریاب ولایتونو په خنجان او ګرزیوان ولسوالیو کې یوه اندازه ځمکې د نشه یي توکو له کښت څخه پاکې کړي.

Leave a reply