د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو غور او سرپل ولایتونو کې د نشهیيتوکو دوه کارخونې کشف او له منځه وړي دي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو غور او سرپل ولایتونو کې د نشهیيتوکو دوه کارخونې کشف او له منځه وړي دي.
2 اپریل 2023 یکشنبه
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په غور ولایت کې د نشه یي توکو دوه کارخونې کشف او ۴۵ زره کیلو ګرامه اومان یې پکې ونیول یادو ځواکونو، یو تن د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات کې نیولی.
دغه راز ۱۸ تنه په نشه روږدي کسان له درملنې وروسته په زابل ولایت کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په یو بل خبرکې راغلي چې یادو پولیسو تخار کې ۸ کسه د نشه یي توکو د کارولو په تړاو نیولي دي، دغه راز دوه تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په خوست او یو تن په بغلان ولایت کې نیول شوی دي.
اړوند موضوعات
همدارنګه، په سرپل ولاایت کې د نشه یي توکو يوه کارخونه، چې ۱۸۰۰ کیلو د اومان ناوړه بوټي هم پکې و، ترلاسه او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.
حماد






